د روسیې ولسمشر ولادیميرپوټين په مسکو کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپئو سره په لیدنه کې، دافغانستان په تړاوو د دواړو هیوادونو پر“فعاله همکاریو” ټينګار کړی دی.
د روسیې دولسمشر مرستیال یوری یوشاکوف ویلی دي چې دواړه لوري په دې لیدنه کې د افغانستان سکالو اړوند د دواړو هیوادونو د متخصصینو د همکاریو غوښتونکي شول.
ښاغلی یوشاکوف وویل:د افغانستان په اړه،د روسیې ولسمشر او دامریکا دبهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو د متخصصینو په همکاریو ټيڼګار وکړ.د روسیې ولسمشر یادونه وکړه چې د افغانستان لپاره د یوې حل لارې موندل یوه پیچلې سکاله ده او په دی برخه کې اوسنی بهیر هم پیچلتیا لري.له دې سره سم،د طالبانو د خوځښت سکاله هم د پیاوړتیا په حال کې ده.اړتیا ده ترڅو د همکاریو لپاره ډيری ګامونه پورته کړو او په دی هیواد کې د واک انډول ته د لاس رسی لپاره کار وکړو.
دپوټين او پامپئو لیدنه په داسي حال کې تر سره کیږي چې د روان کال د اپریل میاشتې په ۲۵مه نېټه،د روسیې،چین او امریکا استازو په مسکو کې د افغانستان د حالت اړوند دري اړخېزه ناسته ترسره کړه.له دی لیدنې وروسته،دریو هیوادونو له طالبانو وغوښتل چې ډير ژر دې له افغان چارواکو سره خبرې اترې پیل کړي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي