1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان په تړاو د روسیې او ترکیې ناستو کې د ګډون لپاره د حکومت چمتووالی

حمدالله-محب-1536x1024
13 Mar 2021

د ملي امنیت شورا سلاکار وایي چې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي روغې جوړې لویه شورا په دې ناسته کې د ګډون لپاره په هڅو بوخت دي؛ لنډمهالی حکومت د هیڅ درد درملنه نکوي.

 

د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب نن درې نۍ (کب درویشتمه)، د امنیتي چارواکو په اونیزې ناسته کې وویل چې حکومت د مسکو او ترکیې په ناستو کې د ګډون لپاره چمتو دی او اوس په دې ناستو کې د هیواد د پلاوي د څرنګوالي پر سر هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه: د مسکو او ترکیې په ناسته کې ګډون کوو. د بهرنیو چارو وزارت او د ملي روغې جوړې لویه شورا په دې برخه کې کار کوي او د طالبانو د پلاوي د ګډون په کچه، زمونږ پلاوی به ګډون وکړي… په دې برخه کې پریکړې روانې دي.

دا ستر حکومتي چارواکی د خپلو خبرو په یوې بله څنډه کې وایي چې لنډمهالی حکومت د هیڅ رنځ درملنه نکوي او طالبانو د جګړې دوام سره وښودله چې دا ډله سولې ته چمتو نده.

ښاغلي محب یاده کړه: “هغه کسان چې له سولې تښتي، نورې لارې لټوي. اوس طالبان رښتینې سولې ته چمتو ندي او لا هم ترهګرۍ ته دوام ورکوي.”

د ملي امنیت شورا سلاکار، د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره د پاکستان هڅې مهمې وبللې او د دې هیواد له چارواکو سره یې د ناستو د پیل خبر ورکړ.

هغه وویل چې په دې وروستیو کې د ملي امنیت له مشر او د پوځ له لوی درستیز سره یې بحرین هیواد ته سفر درلود او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره یې خبرې کړې دي.

ښاغلي محب ټینګار وکړ چې دا ناستې به مثبتې پایلې ته تر رسیدو دوام ولري.