| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د افغانستان په تړاو د مسکو ناسته رسمأ پیل شوه
18 Mar 2021
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د دوحې خبرو تراوسه مثبته پایله نده لرلې؛ مرکچي لوري دې یوې هوکړې ته ورسیږي چې د ټولو اړخونو ګټې تامین شي.
د ترویکا غړو هیوادونو ناسته، د امریکا، روسیې، چین، پاکستان استازو او د افغانستان دولت او طالبانو ډلې پلاویو په حضور د مسکو په کوربه توب، نن (دوه نۍ، کب اته ویشتمه)، رسماْ پیل شوه.
د ترویکا غړو هیوادونو ناسته، د خبرو د بهیر د چټکیدو او د افغانستان د سولې په تړاو د راتلونکو ناستو د لارې نوې دریڅه!
د ترویکا غړو هیوادونو ناسته، د امریکا، روسیې، چین، پاکستان استازو او د افغانستان دولت او طالبانو ډلې پلاویو په حضور د مسکو په کوربه توب، نن رسماْ پیل شوه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان اړوند د دوحې بهیر تراوسه مثبته پایله نده لرلې.
ښاغلي لاوروف سیاسي خبرې د افغانستان د شته وو سکالو د هواري لپاره یواځینۍ لار وبلله او زیاته یې کړ: ” زه غواړم په زغرده ووایم چې د سولې اوسنی بهیر باید د افغانانو په مشرۍ اوسي او هیڅ بهرني اړخ ته په دې بهیر کې د لاسوهنې اجازه ورنکړل شي. یواځې له ډیپلوټیکو او خبرو له لارې کیدای شي سولې ته ورسیدل شي. هغه هوکړه چې ترلاسه کیږي د ټولو ښکیلو لوریو ګټې باید تامین کړي.
هغه همداراز د اوږدمهاله شخړې په پایته رسیدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې روسیه د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له ټولو لوریو غواړي چې د ډیر تاوتریخوالي مخه ونیسي.
د روسیې د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر همداراز له امریکا او طالبانو وغوښتل چې د دوحې په هوکړه لیک ژمن پاتې شي.
لاوروف د خپلو خبرو په یوې څنډه کې یاده کړه چې مسکو له هره هغه نوښته چې پایله یې له ډیپلوماټیکو لارو د سولې بهیر وي هرکلی کوي او له ترهګرۍ او د نشه یي توکو قاچاق له ګواښ سره د مبارزې لپاره نړیوالې هڅې باید لا پیاوړې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د حالت له کړکیچنیدو د اندیښنې ښودلو سره وویل: “مونږ د پسرلي او دوبي موسمونو اړوند اندیښمن یوو چې په دې لړ کې په سیمه کې د پوځي فعالیتونو شاهد وګرځو.”
د روسیې د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر پر دوام زیاته کړه: “اسلامپاله ډلې لکه داعش ډلې دي چې هڅه کوي له اوسنیو شرایطو ګټنه وکړي او په سیمه کې خپل موقعیت پیاوړی کړي او د مرکزي آسیا هیوادونو ته نفوذ وکړي. د نشه یي توکو سوداګرۍ او قاچاق ټوله سیمه ګواښي او د لا ډیرو ترهګریزو فعالیتونو لپاره لار هواروي.”
په مسکو کې د ترویکا غړو هیوادونو په ناسته کې، د امریکا، روسیې، چین، پاکستان استازي او د افغانستان دولت او طالبانو ډلې پلاوي حضور لري او لوري د سولې د بهیر د چټکیدو په تړاو هڅه کوي.
