د افغانستان د سولې بهیر د یوه هیواد په انحصار کې نه ده او دټولو هیوادونو ونډه په کې مهم دی.
اجرایې مشر عبدالله عبدالله د (نن روسیې شبکې) سره په مرکه کې د دې مطلب په څرګندولو سره وایې چې ټول هیوادونه خپله ګټه د افغانستان په امنیت کې ویني.
د ښاغلي عبدالله په وینا په افغانستان کې د ترهګریزو شبکو فعالیت د هیڅ یوه هیواد په ګټه نه ده.
هغه زیاته کړه:مونږ یوې سیاسی حل لارې ته د لاس رسۍ لپاره د سولې له بهیر او د افغانستان د خلکو تر منځ خبرو اترو کې آسانتیا رامنځته کیدو په برخه کې د هر هیواد صادقانه ملاتړ څخه هرکلی کوو،که چیري د خبرو اترو لپاره فرصت رامنځته شي،د تاوتریخوالی د راکمیدو او اوربند د ټینګښت لامل به شي،سوله د یوه هیواد په انحصار کې نه ده،ټول هیوادونه په افغانستان کې په یوه سوله ییزس حالت کې خپله ګټه ویني،د جګړو دوام او د طالبانو،القاعدې او داعش حضور د هیڅ یوه هیواد او زمونږ د ګاونډیو هیوادونو په ګټه نه ده.
ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې افغانستان لاهم د داعش،القاعدې د فعالیتونو له خطر سره مخ دی او طالبان هم له جګړه ییزې لارې خپلو موخو ته د رسیدو په هڅه دي.
ښاغلي عبدالله وویل: په افغانستان کې داعش حضور لري او په خواشینۍ سره یو نړیوال ګواښ دی.القاعده یو نړیوال ګواښ دی،له بلې خوا طالبان په دې اند دي چې د تاوتریخوالی له لارې کولای شي خپلو موخو ته لاس رسی پیدا کړي،زمونږ خلک د داشان حالت د دوام غوښتونکي نه دي،مونږ باید ورسره چلند وکړو او سولې ته د لاس رسۍ لپاره هڅه وکړو.
اجرایې مشر په داسي حال کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ټولو هیوادونو پر رول ټینګار لري چې تیره اونۍ مسکو د افغانستان د حالت په اړه د امریکا،چین او پاکستان د استازو په حضور سره د یوې ناسته کوربه وو.
په دې ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو د بیا پیل غوښتونکی شو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي