د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې اعلانپاڼه کې له ۱۹ داعش جنګیالیو سره د داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر عبدالله اورکزي چې په اسلم فاروقي مشهور وو، د نیولو خبر ورکړی دی.
د ملي امنیت د اعلانپاڼې پر بنسټ: “اسلم فاروقي په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې، د داعش ډلې له خراسان څانګې سره د سیمه ییزو استخباراتي سازمانونو له پراخو اړیکو پرده پورته کړې ده.”
ملي امنیت همداشان ویلي: عبدالله اورکزی، د اورکزۍ اجنسي سیمې د آخندزاده ګانو د کلي اصلي اوسیدونکی دی. هغه مخکې له دې په پيښو کې د نظامي مسوول، د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د عبدالخیل دره کې د میشتو داعش جنګیالیو مشري او په خیبر اجنسي کې د داعش د عملیاتو د مسوول په توګه فعالیت لرلی چې د ابوسعید باجوړي د وژل کیدو وروسته، په افغانستان کې د داعش نومولي والي په توګه وټاکل شو.
اعلانپاڼه زیاتوي چې عبدالله اورکزي “له نورو ترهګریزو ډلو لکه طیبې لښکر او حقاني شبکې سره نږدې اړیکې هم لرلي چې دا اړیکې اوس د داعش د خراسان څانګې بیلابیلو کچو ته پراخې شوي.”
د ملي امنیت عمومي ریاست همداراز ویلي چې د داعش د خراسان څانګې د مشر د اعترافاتو جزییات به په راتلونکې ورځو کې شریک کړي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک