1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د القاعدې شبکې حضور

115505271_3240238142726984_4337904776648330967_n
25 Jul 2020

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل وروستي ګزارش کې لیکلي چې د القاعدې شبکې مشر، ایمن الظواهري هم په افغانستان کې حضور لري.

 

د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو د څارنې د برخې خپلواکو څارونکو، په یوه ګزارش کې په افغانستان کې د القاعدې شبکې له فعالیت څخه پرده پورته کړې ده. دې ګزارش کې همداراز راغلي چې د القاعدې شبکې مشر په افغانستان کې حضور لري او دا شبکه د هیواد په دولسو ولایتونو کې له څلورسوو څخه تر شپږسوه غړي لري.

د دې ګزارش په یوه برخه کې راغلي: “القاعده په پټه توګه د افغانستان په دولسو ولایتونو کې فعاله ده او ایمن الظواهري هم په دې هیواد کې میشت دی. څارنیز ټیم انګیري چې په افغانستان کې د القاعده جنګیالیو ټولیز شمیر د ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ ترمنځ دی او مشرتابه یې همداراز له حقاني شبکې سره خپلې نږدې اړیکې ساتلې دي.”

په دې ګزارش کې په افغانستان کې د پاکستاني جنګیالیو ټولیز شمیر له ۶زرو څخه تر ۶۵۰۰ کسه انګیرل شوی چې ډیرۍ یې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي دي.

په دې ګزارش کې همداراز ویل شوي چې د هند براعظمګۍ کې د القاعدې څانګه خپل عملیات د طالبانو تر ملاتړ لاندې ترسره کوي او طالبانو له ۱۹۹۰ کال څخه له دې شبکې سره د خپلو اړیکو اړوند دروغ ویلي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، د دې هیواد پوځیان باید له افغانستان څخه بهر شي خو په دې شرط چې طالبان له نورو ترهګریزو ډلو او په ځانګړې ډول له القاعدې سره خپلې همکارۍ شلوۍ.

طالبانو او افغان حکومت تراوسه د دې ګزارش اړوند غبرګون ندی ښودلی.

ذا ګزارشونه په داسې حال کې خپریږي چې د افغانستان حکومت تل د طالبانو فعالیت، په هیواد کې د نورو ترهګریزو ډلو د حضور لامل په ګوته کړی دی.