د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې په اړه ټلفوني خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل آمریکایي سیال سره یوې سیاسې هوکړې ته د لاس رسي لپاره له ټولو هڅو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان پر ټلپاتې ژمنې ټينګار کړی دی.
ښاغلي قریشي په افغانستان کې لویې مشورتي جرګې ترسره کیدو ته په ګوتڅنډنې سره هیله مندي ښودلې ده چې دا بدلون به په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو ترمنځ خبرو پیل سره مرسته وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز په دې ټلفوني اړیکه کې ویلي دي چې د افغانستان د سولې بهیر باید په جدیت سره پر مخ لاړ شي.