| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د امریکايي ځواکونو د وتلو له پایلې د جرګې هیښتیا؛ خطرناکه کورنیو جګړو ته د ستنیدو اټکل شتون لري
14 Apr 2021
د ولسي جرګې مشر وایي چې د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په صورت کې، کورنیو جګړو ته د ستنیدو اټکل شته دی او افغانستان به بیا د نړیوالې ترهګرۍ په جغرافیا واوړي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نیټې د روښانیدو اړوند د ګزارشونو خپریدو سره هم مهاله، دا پریکړه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخامخ شوه.
د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني په نننۍ ټولیزه ناسته کې (څلورنۍ، وري ۲۵)، وویل چې بهرني ځواکونه په داسې حالت کې افغانستان څخه ووځي چې په هیواد کې جګړه روانه ده او د نشه يي توکو قاچاق د ترهګرو د جګړې لګښت تامینوي.
هغه زیاته کړه: “د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې، خطرناکه کورنیو جګړو ته د ستنیدو اټکل شتون لري. افغانستان به بیا د نړیوالې ترهګرۍ په جغرافیا واوړي.”
ښاغلي رحماني پر دوام وویل: “مونږ تمه لرو چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل مناسبو شرایطو پورې تړلې اوسي؛ لکه امنیت، ټیکاو، سوله او د ولسواکۍ تحقق. که نه، د تیرو تراخې تجربه به بیاځلي شي.”
د ولسي جرګې غړي، کمال ناصر اصولي هم په دې ناسته کې وویل چې بهرني ځواکونه باید په مسوولانه توګه له افغانستان څخه بهر شي.

له بلې خوا د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله هم نن په یوې وینا کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید په هیواد کې د ستونزو لامل ونګرځي.
هغه همداراز وویل: “له تیرو څخه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پایلو اړوند اندیښنې شته وې او شته دي؛ څو میاشتې ژر یا وروسته د دې ځواکونو وتل باید هیڅ ستونزه رامنځته نکړي.”
د امریکا د پریکړې پر بنسټ؛ واشنګټن هوډ لري چې د سږکال د سپتامبر په یوولسمه نیټه، د امریکا د پوځیانو د حضور شل کلنۍ سره هم مهاله؛ واشنګټن له افغانستان څخه ووځي.
خو د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف د دې پنځه میاشتني ځنډ په غبرګون کې، دا د دوحې د هوکړه لیک نقض بللی او هیښتیا یې ورکړې چې دا ګام به د افغانستان د سولې بهیر لا پیچلی کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ؛ سپینه ماڼۍ باید د روانې زیږدیځې میاشتې ترپایه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه بهر کړي. خو مخکې له دې امریکايي چارواکو، تل په دې نیټه د ځواکونو وتل ستونزمن بللي.
له بلې خوا، طالبانو بیا تل د دوحې د هوکړه لیک د نقض لپاره د امریکا د پریکړې د پایلو هیښتیا ورکړې ده.
