امریکا یوځل بیا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو له کمولو خبر ورکوي.
د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې به تر دوه راتلونکو میاشتو د امریکایي سرتیرو شمیر ۴۵۰۰ تنو ته راکم شي.
مخکې له دې د امریکا ولسمشر ډونالد ترامپ هم ویلي وو چې په افغانستان به د خپل سرتیرو شمیر د ۴ تر ۵ زرو تنو ته راکم کړي.
د فبرورۍ په ۲۹ په قطر کې د امریکا او طالبانو لخوا د لاسلیک شوي هوکړې پر بنسټ امریکا باید د سند د لاسلیک کیدو وروسته د ۱۴ میاشتو په موده کې له افغانستانه ووځي.