1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکایي ځواکونو وتل؛ محب د کورنۍ جګړې له پيښيدو هیښتیا ورکړه

حمدالله-محب
20 Oct 2020

د ملي امنیت شورا سلاکار هیښتیا ورکړې چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د چمتووالي وروسته، افغانستان د کورنۍ جګړې له رښتیني ګواښ سره مخامخ شوی دی.

 

د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب هیښتیا ورکړې چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د چمتووالي د اعلان وروسته، افغانستان د کورنۍ جګړې له رښتیني ګواښ سره مخامخ شوی دی.

حمدالله محب له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان دولت هم د سولې او هم د جګړې لپاره چمتو کیږي او په هیواد کې د کورنۍ جګړې د رښتیني ګواښ د کمیدو لپاره له خپلو هڅو کار اخلي.

هغه همداراز طالبان تورن کړل چې تمه لري د افغانستان خلک د دې ډلې حاکمیت ته غاړه کیږدي.

ښاغلي محب، د طالبانو ډلې پر وړاندې د جګړې په ډګر کې له افغان امنیتي سرتیرو د امریکا هوایي ملاتړ هم مهم بللی دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله نږدې څلویښت ورځې تیریږي، خو دواړه لوري لا تراوسه د خبرو د کړنچارې په وروستۍ کولو ندي بریالي شوي.

له دې سره هم مهاله؛ په وروستیو ورځو کې جګړې او تاوتریخوالي د پام وړ زور اخیستی دی.

مخکې له دې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دوحې د خبرو د اوسني فرصت د لاسه تللو په صورت کې د کورنیو جګړو د بیا ځلي کیدو هیښتیا ورکړې وه.

له بأې خوا، په دې وروستیو کې پاکستان اعلان کړی چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نلري او د افغانستان له مشرانو یې غوښتي چې په دې هیواد کې د سولې له ترلاسه شوي تاریخي فرصت څخه ګټنه وکړي.