| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د امریکا اطلاعاتي ټولنه: له وتلو وروسته به د افغانستان دولت شپږ میاشتې دوام ونه کړي
24 Jun 2021
د امریکا اطلاعاتي ټولنې نوې ارزونې وړاندې وینه کړې ده چې د افغانستان دولت به د امریکا له وتلو وروسته، نسکور شي، ولسمشرۍ ماڼۍ: امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هر ډول ګواښ پر وړاندې ودریږي.
په هیواد کې په وروستیو اوونیو کې د جګړو له ډيریدو وروسته، یوه نوې استخباراتي ارزونه، د امریکايي ځواکونو په بشپړه توګه وتلو له ناوړه پایلو هیښتیا ورکړې ده.
وال استریت ژورنال راپور ورکړی دی چې د دې اطلاعاتو پر بنسټ به د افغانستان حکومت د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته نسکور شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود بیا د وال ستریت ژورنال د راپور په غبرګون کې، ډاډ ورکړی دی چې هیواد وال نباید راتلونکي اړوند اندیښمن وي. د هغه په وینا، امنیتي او دفاعي ځواکونه به په پوره چمتو والي سره د هر ډول ګواښ پر وړاندې ودریږي.

له بلې خوا د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي ویلي دي چې د طالبانو وروستیو خوځښتو له ډيریدو سره، پنتاګون له نږدې د افغانستان امنیتي حالت تر څار لاندې لري.
د امریکا د دفاع وزارت دې چارواکي چې د ولسي جرګې د وسله وال چوپړ په کمېټه کې یې خبرې کولې، همدا شان په تیرو دوو میاشتو کې د لس هاو ولسوالیو د مرکزونو نیولو لپاره یې د طالبانو ادعا ناسمه وبلله.
هغه وویل: “ د افغانستان په څو ولایتونو کې د طالب جنګیالیو د بریدونو ډیرښت سره د ۴۱۹ ولسوالیو د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو تر ولکې لاندې دي، خو دا چې طالبان وايي چې په تیرو دوو میاشتو کې یې په لس هاو ولسوالۍ ولکه کړې دي، سمه نه ده.”
دې آمریکايي پوځي همدا شان وویل چې طالبانو تیر کال مخکې له دې چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پيل کړي، ۶۰ ولسوالۍ ولکه کړې وې، “ خو دا ډله تر اوسه نه دې توانیدلې د یوه ولایت مرکز هم ونیسي.”

له دې سره هم مهاله، سپينې ماڼۍ ټینګار کړی دی چې پنتاګون د افغانستان امنیتي حالت تر څار لاندې لري او له دې هیواد څخه به د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال ویش کې هیڅ بدلون رانشي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جم ساکي په یوې خبري ناسته کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وويل: “ د ملي دفاع وزارت، له افغانستان څخه زمونږ د ځواکونو منظم وتلو لپاره څارنه کوي او دا چې ډاډ تر لاسه کړي دا بهیر په خوندي او ګټوره توګه او د افغانستان له دولت سره په همغږۍ تر سره شي. له افغانستان څخه به د ځواکونو د ایستلو مهال کې بدلون رانشي.”
هغه همدا شان ویلي دي چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په فبروري میاشت کې د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه هم ډیر شوي دي.
سپینې ماڼۍ زیاته کړه: “ مونږ دې ارزونې ته رسیدلي یو چې که چیرې له افغانستان څخه مو د ځواکونو په بهر کولو اقدام نه وای کړی، ممکن موخه ګرځيدلو او د زمونږ پر وړاندې به بریدونه ډير شوی وای.”
د بایډن د ادارې د مهال ویش پر بنسټ، په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو حضور د روان زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې نیټې پایته رسیږي هغه بهیر چې مخکې له دې هم د پیل اړوند اندیښنې ډیرې شوې وې.
آرزو نیوز – شمس الله رحیمي

