| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د امریکا اوطالبانو د سولې خبرې اترې ودرول شوې
08 Sep 2019
د امریکا ولسمشر دونالدټرامپ دا خبرې اترې په کابل کې د طالبانو وروستي برید په غبرګون کې ځنډولي دي.
ښاغلی ټرامپ د پیلنۍ په ورځ د(وږی/سنبلې په ۱۶/ د سپټمبر ۷ مه)په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې تمه وه هغه د یوې نۍ /یکشنبې په ورځ په کمپ دیویډ تفریح ځای کې د طالبانو له سترو مشرانو او د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره په جلا جلا توګه په پټه لیدلې وای چې دا لیدنه یې لغوه کړه.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه : ” په ډيرې خواشینۍ سره د طالبانو ډلې د درواغجن فشار لپاره،په کابل کې د یوه برید پړه پر غاړه واخسته چې په کې زمونږ یو ستر سرتیری او ۱۱ نور کسان ووژل شول.
دونالدټرامپ ټينګار کوي: “څه ډول خلک ډيری کسان په خبرو اترو کې د دریځ پیاوړتیا لپاره وژني؟طالبانو په کابل کې وروستي برید په ترسره کولو سره،د خپلو خبرو اترو دریځ ښه نه بلکه لا خراب کړ “.

له دې ټولو سره د امریکا ولسمشر ویلي دي چې طالبانو د بیګناه کسانو په وژنې سره يوې معنا لرونکی هوکړه لیک ته د رسیدو لپاره د خبرو اترو ځواک له لاسه ورکړی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو له لغوه کیدو وروسته د ولسمشر ویاند په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان دولت له طالبانو سره دسولې په بهیر کې وروستیو پرمختګونو په اړه خپل رسمي دریځ اعلانوي.

صدیق صدیقي همدا شان لیکلي دي چې د افغانستان حکومت په دې بهیر کې هر ډول هغو هڅو څخه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د جګړو د پای لامل شي ملاتړ کوي او د افغانستان خلک د یوې تعریف شوې سولې لپاره اجماع لري.
د امریکا ولسمشر په داسی حال کې د خبرو اترو پر لغوه کیدو پریکړه وکړه چې د تیرې اونۍ پنځه نۍ په ورځ د قطر په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ لسم پړاوو خبرې اترې پیل شوې.
په دې پړاوو کې د زلمي خلیل زاد ترڅنګ،د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر هم حضور درلود او یو شمیر سرچینو ویلي دي چې دواړه لوري د سولې د هوکړه لیک لاسلیک لپاره چمتو والی نیسی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي

