1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا او طالبانو په خبرو اترو کې ګنګ والی

مذاکرات-صلح
05 Jan 2020

قطر ته د زلمي خلیل له سفر سره هم مهاله،یو شمیر سرچینې وایې چې له هغه څه چې خلیل زاد د طالبانو له سلا مشورو تمه در ولوده هغه یې نه دي ترلاسه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دې وروستیو کې ویلي دي چې د افغانستان دسولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیل زاد قطر ته تللی دی.

له پاکستان څخه قطر ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي ستنیدو وروسته،دا لومړی ځل دی چې خلیل زاد د قطر پلازمینې دوحې ته سفر کوي.

د قطر له خبرو اترو باوري سرچینې وایې د طالبانو پلاوي د خپلو مشرانو له هغې پریکړې سره چې د تاوتریخوالي او پوځی عملیاتو راکمیدل دي قطر ته تللي دي.

وړاندې له دې خلیل زاد له طالبانو غوښتي وول چې دا ډله دې لنډمهاله اوربند اعلان کړي.

 خپلواک خبریال طاهرخان په دې اړه وویل د طالبانو د ډلې د مشرتابه پریکړه د خلیل زاد د غوښتنې پر بنسټ نه ده او اوس مهال خبرې اترې په یوه ګنګ حالت کې پاتې دي.

په قطر ته د طالبانو د ډلې ویاند سهیل شاهین آرزو ټلویزیون ته ویلي دي چې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې نه دي پیل شوې.

وړاندې له دې سرچینو ویلي و چې د طالبانو د مشرتابه د پریکړې پر بنسټ،دا ډله د خبرواترو په ترڅ کې په لویو ښارونو کې له جګړو او بریدونو لاس اخلي.

د افغانستان د هوکړې او ولسواکۍ ګوند مشر احمدشاهین وویل د امریکا او طالبانو ترمنځ بی باوري د دې لامل شوې ترڅو دواړه لوري ونه توانیږي په خپلو کې سره هوکړې ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو ډار لري او سرتیرو وتلو اړوند د سپینې ماڼۍ پر صداقت بی باوره دي.

په ظاهره توګه د امریکا دولت هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې خپل یوشمیر استخباراتي ځواکونه وساتي او همدا شان له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته،هغه په را روانو ټاکنو کې د لاسته راوړنې په توګه وکاروي.له همدې کبله طالبان هم هڅه لري چې په خبرو اترو کې له چنو وهلو د ځانه په ګټه کار واخلي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي