دا هوکړه لیک د زلمي خلیل زاد او په قطر کې د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال له لوري لاسلیک شو،د دې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ۳۰ هیوادونو او همدا شان سترو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.
له نږدی یو نیم کال وروسته،نن (پیلنۍ د کب لسمه/فبروري ۲۹مه) د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د راوستلو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک د امریکا او طالبانو ترمنځ له نږدې یو نیم کال خبرو اترو وروسته او د نږدې ۳۰ هیوادونو او نړیوالو معتبرو سازمانونو د استازو په حضور سره په قطر کې لاسلیک شو.
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملابرادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دا تاریخي سند لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک د موادو پر بنسټ،په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ کسانو ته راکمیږي،همدا شان پنځه زره (۵۰۰۰)طالب بندیان د افغانستان له بندخونې آزادیږي اود طالبانو له بندخونې به هم د حکومت زر(۱۰۰۰) بندیانو د طالبانو له لوري خوشې کیږي.
خو دا هوکړه لیک د طالبانو له لوري د ژمنو عملي کیدو په صورت کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیښتیا ورکوي چې که چیري د هوکړه لیک مواد د طالبانو له لوري نقض شي،د لغوه کیدو اټکل یې شتون لري.
په دې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل،که چیرې ښکیلې غاړې په خپلو ژمنو عمل ونه کړي،هوکړه لیک به بی معنا شي.
هغه له طالبانو هم وغوښتل له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي.
ښاغلي پامپیو زیاته کړه:د دې هوکړه لیک پربنسټ،بهرني ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان کې ووځي،په دې شرط چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي.د ځواکونو وتل د طالبانو د ژمنو پر بنسټ دي،طالبان باید له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي.که چیري په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې طالبان د دې هوکړه لیک مادې نقض شي،د دې هوکړه لیک د لغوه کیدو اټکل شتون لري.
له دې سره،د طالبانو ډله بیا دا هوکړه لیک ځانته یوه لاسته راوړنه بولي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملابرادر په دې مراسمو کې په خپلو ویناو کې وویل، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره،د اسلامي حکومت رامنځته کیدو لپاره هڅه کوي.
هغه همدا شان د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې آسانتیا رامنځته کیدونکو هیوادونو په توګه د قطر،پاکستان،چین،ایران،اندونیزیا،اوزبیکستان او ناروي هیوادونو له ونډې ستاینه وکړه.
له دې ټولو سره، تمه ده تر دو راتلونکو ورځو د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي