1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړه لیک څخه د څارنې لپاره د روسیې چمتو والی

کابلوف
17 Dec 2019

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک د تضمین لپاره د خپل هیواد له چمتو والی خبر ورکړی دی.

ضمیر کابلوف ټينګار کوي چې د افغانستان د سولې سکاله د روسیې لپاره مهمه ده او د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون له هر ډول شرایطو سره مني.

ضمیر کابلوف وویل: په پیل کې طالبانو داسی شرایط وړاندې کړل چې پر بنسټ یې د روسیې،چین،پاکستان،ایران او یو شمیر نور مطرح هیوادونه باید د سولې هوکړه لیک څخه ضمانت وکړي.له امریکایانو سره په خبرو اترو کې،دواړو لوریو هوکړه کړې چې ټول دا هیوادونه د ضمانت کونکي په توګه عمل وکړي.

د سولې په هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د سیمې د هیوادونو په حضور د طالبانو د امریکایانو هوکړه د دواړو لوریو ترمنځ خبرو اترو د وروستي کیدو ښکارندوي کوي.

دلته په کابل کې د آلمان سفیر په یوې خپرونه کې هیښتیا ورکوي،که چیري د سولې په هوکړه لیک کې د ټولو خواوو ګټې په پام کې ونه نیول شي،دا سوله به د تلپاتې سولې د ټينګښت لامل نشي.

پیتر پراگل زیاته کړه: د جرمني هیواد غواړي چې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي،منځګړیتوب کولای شي د سولې په ټینګښت کې رغونکی رول ولري.هر ډول هوکړه چې د ټولو ډلو ګټې په کې په پام کې ونه نیول شي،د تلپاتې سولې د ټینګښت لامل به نشي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي چې د ولسي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره هڅه وکړي.

 تدامیچی یاماماتو وویل: د سولې په خبرو اترو کې د خپل ځای پیاوړتیا لپاره د تاوتریخوالی زیاتوال د ولسي کسانو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو لامل کیږي د منلو وړ نه ده، د ولسي کسانو د مرګ ژوبلې د کچې راکمیدو لپاره ټولې غاړې باید پیاوړې هڅې وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د سپټمبر میاشتې په ۷ نیټه ودریدې،خو له درېو میاشتو وروسته،د ډسمبر میاشتې په ۷ نېته بیا پیل شوې.

اوس مهال د خبرو اترو دواړه لوري په خپلو کې د لا زیاتو بحثونو لپاره دا خبرې اترې درولې دي،وبه لیدل شي چې څه مهال به دا خبرې اترې بیا پیل او د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي.