1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې کړکیچ

طالبان-مذاکره
27 Jan 2020

له قطر څخه سرچینې وايي چې واشنګټن د ټولیز اوربند او له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو د څرنګوالي اړوند نوي شرطونه وړاندې کړي.

د قطر پلازمینې، دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د خبرو نوی پړاو چې نږدې دوو اوونۍ وړاندې پیل شو، یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوی دی.

په قطر کې خبریال او سرچینې سمیع الله یوسفزي د طالبانو د استازو په حواله ویلي چې د زلمي خلیل زاد غوښتنې د دې لامل شوي چې یو ځل بیا د مرکچیانو ترمنځ ناندرې رامنځته شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته په عمومي اوربند د تاوتریخوالي د طرحې بدلول او د خبرو اترو د بهیر تر بریالي کیدو په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو حضور هغه څه دي چې د دې سرچینې په وینا، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د استازي لخوا د طالبانو ډلې ته وړاندیز شوي دي.

له بلې خوا، د طالبانو د دورې لوی څارنوال جلال الدین شینواري آرزو ټلویزیون ته ویلي چې د امریکایي پلاوي نوي شرطونه د دې لامل شوي چې دا خبرې لا وغځیږي.

د طالبانو ډلې دې مخکیني غړي ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه لیک، راتلونکې زیږدیزه میاشت لاسلیکیږي.

د سولې د خبرو اترو په بهیر کې یوه مهمه سکالو، د سیمې او په ځانګړې توګه افغانستان ته د نږدې هیوادونو ونډه ده. له همدې کبله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازی، تدامیچي یاماموتو، ایران ته تللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ اعلان کړی چې ښاغلی یاماموتو د افغانستان د سکالو اړودن له ایراني چارواکو سره خبرې او لیده کاته کوي.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو سازمان دې استازي په کابل کې د چین له سفیر سره هم د سولې د خبرو اړوند لیدلي وو. د چین سفیر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هیواد یې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې سولې ته د رسیدو په برخه کې له نږدې کار کوي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک