د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له واشنګټن څخه غوښتي چې د افغانستان د کړکیچ په هواري کې د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو مثبته ونډه باید له پامه ونه غورځوي.
په هیواد کې د تاوتریخوالي ډیریدو سره سم، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک په عملي کیدو کې د ځنډ له کبله هم اندیښنې رامنځته شوې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې، له دې کړکیچ څخه اندیښنه وښوده او د هوکړه لیک د موادو د پلي کولو په لاره کې یې د ستونزو د لیرې کولو لپاره د خپل هیواد د همکارۍ خبر ورکړ.
ښاغلي لاوروف زیاته کړه: مونږ خوشحاله نه یوو چې د طالبانو او امریکا هوکړه یو کړکیچ ته رسیدلې. مونږ د دې لاملونه هم وینو. نو چمتو یوو چې د دې کړکیچ لاملونه حل کړو؛ خو د دې کار لپاره باید واشنګټن دې درک ته ورسیږي چې ولې د امریکا، روسیې او چین د اړیکې ډله جوړه شوه. هغه ډله چې وروسته پاکستان هم ورسره یوځای شو.
ظاهراْ د روسیې دولت د افغانستان د کړکیچ د اوږدیدو یو لامل، د امریکا او د سیمې هیوادونو د لیدلوریو نه نږدیوالی بولي؛ له دې کبله، سرګیې لاوروف د افغانستان د قضیو په هواري کې د هیواد د ګاونډیانو د ونډې په اړتیا ټینګار کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د بیلګې له مخې، د شانګهای د اړیکو ډله، خورا ارزښت څخه برخه منه ده. دا ډله په لومړني فرصت کې د افغانستان اړوند خپله راتلونکې ناسته ترسره کوي. دا ټول د افغانستان د وضعیت د ټیکاو لپاره هڅه ده. مونږ تل ټینګار کړی چې یوازې په هغه لار ځو چې د افغانستان او ټولو ګاوڼدیانو لپاره د منلو وي.
د حکومت له لورې د بندیانو د خوشې کیدو په بهیر کې ځنډ، د طالبانو له لورې د نښتو دوام او په دې منځ کې د هوکړې له پلي کیدو څخه د څارنې لپاره د امریکا کمزورتیا، د سولې د بهیر د پیچلتیا لاملونه شمیرل کیږي.