1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو اړوند د طالبانو غبرګون

48931240_303
05 Feb 2020

طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو پر غبرګون کې ویلي چې دا ډله د ستونزو د هواري هوډ او وړتیا لري.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د تیرې ورځې د څرګندونو په غبرګون په خپله تویټر پاڼه لیکلي، چې د خبرو اترو بهیر د امریکا پرله پسې غوښتنو او په کابل او واشنګټن کې د مسوولینو د اختلاف له کبله له ستونزو سره مخامخ شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د درې نۍ په ورځ (د سلواغې ۱۵/ د فبروروي ۴ ) په تاشکنت کې له خپل اوزبیکستاني سیال سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي چې طالبانو د دې وس نه درلود چې د تاوتریخوالي د کمیدو په اړه خپله لیوالتیا او وړتیا وښایي. مونږ له طالبانو غواړو چې دا ثابته کړي چې د تاوترخوالي د کمیدو لپاره لیوالتیا او وړتیا لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، درې ورځې وړاندې په کابل کې ویلي وو چې له طالبانو سره خبرو اترو د پام وړ پرمختک نه دی لرلی. ښاغلي خلیلزاد د طالبانو له خوا د اوربند او د تاوتریخوالي د کمیدو په اړه د روښانه ځواب غوښتنه وکړه.

آرزو نیوز – نجلا مایار