1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته د امرالله صالح غبرګون؛ آمرانه سوله نه منو

صالح
08 Mar 2021

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې حکومت امریکا ته زرین او نه سازش وړ لیک وړاندیځ وکړ؛ پاکستان پر طالبانو هیڅ ډول فشار نه دی وروړی.

 

د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح چې د مارشال محمدقسیم فهیم د تلین په اوومه کلیزه کې وینا کوله، ولسمشر ته یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته غبرګون وښود.

هغه د دې په ویلو سره چې له امریکاییانو سره په لیدنه کې یې یو زرین او نه سازش وړ کرښې وړاندیځ کړی، وویل: “مونږ امریکاییانو ته یو زرین او د نه سازش وړ کرښې وړاندیځ وکړ. هغه دا دی چې د افغانستان د خلکو د مبارزې عصاره؛ د توکمونو، د افغانستان ولس او نظام غوښتنه چې د رایې حق دی، له خلکو نه شئ اخیستلای.”

ښاغلي صالح ټینګار وکړ چې هیڅ کله هم د خلکو په برخه لیک به معامه ونکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړه: “د پاکستاني او طالب له مرمیو چاک چاک سینه په دې ډیر شرف لري چې زه د خپل قوم په برخه لیک معامه وکړم او ووایم چې ته د رایې حق نلری او له دې وروسته د حقانیې مدرسه راځي او له تا د دین آزمیونه اخلي.”

هغه د افغانستان لپاره د امریکا په وړاندیځ شوې نسخه کې د شریع لویې شورا جوړیدو په غبرګون کې وویل: “یو له دې بندونو څخه دی؟ چې مونږ د شریعت لویې شورا جوړیدو ته اړتیا لرو. اوس له حقانیې مدرسې دوه مولایان راشي او راته ووایي چې له سره درته د مسلمانۍ لایسنس درکوم… د سنګ د دې سند لاندې، هیڅ کله لاسلیک نه کوم او هو هم نه وایم.”

ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلنکین لیک پرون رسنیز شو.

امرالله صالح په خپلو دې خبرو کې بیا وویل چې حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره د ټاکنو پر سر هوکړې ته ورسیږي.

ښاغلي صالح زیاته کړه: طالبان که د ټاکنو په اصل هوکړې ته رسیږي، د ولسمشر وروستۍ دوره ده، مونږ کولای شو د ټاکنو په نیټې خبرې وکړو. د دې پر سر چې ټاکنې ټاکنې د بشر په تاریخ کې ډیر څارونکي ولري، کولای شو پرې خبرې وکړو؛ خو د شلو کسانو ترمنځ معامله چې زمونږ د قانون او نظام د انحلال نسه ورکړي او د افغانستان له خلکو د رایې حق واخلي، هیڅ کله هوکړه نه کوو.”

هغه طالبان د افغانستان د ټولنې یو واقعیت وبلل او ویې ویل چې حکومت چمتو دی چې له دې ډلې سره سوله وکړي، خو سوله باید آمرانه ونه اوسي.

د ولسمشر لومړي مرستیال یادونه وکړه: “مونږ د کړکیچ او پوخوالي پړاو ته رسیدلي یوو. مونږ نشو کولای طالبان حذف کړو او نه غواړو چې حذف یې کړو. طالبان د دې خاورې تر ټولو بیچاره ګان دي. زمونږ غوښتنه دا ده چې د حذف سیاست په څنګ پریږدو. راشو که مونږ د خلکو ترمنځ ځای لرو، هغه د خلکو په منځ کې نندارې ته وړاندې کړو.”

ښاغلي صالح همداراز وویل چې حکومت له امریکایي چارواکو سره په خبرو کې د پاکستان په تړاو هم غږیدلی دی.

هغه زیاته کړه: د پاکستان په تړاو مو خبرې وکړې چې ولې دا هیواد نه غواړي په افغانستان کې سوله وشي. آمریکاییانو هم وویل چې پاکستان یواځې د امریکا او افغانستان او طالبانو او افغانستان ترمنځ یو پیک وو او پر طالبانو یې هیڅ فشار ندی وروړی.

ښاغلي صالح وویل چې افغانستان دوه لایه یي سولې؛ “د افغانستان او پاکستان تاریخي معضلې ته رسیدنه او د افغانستان ټولنې او سیاست ته د طالبانو ادغام” ته اړتیا لري.

له دې ټولو سره، د ولسمشر لومړی مرستیال باور لري چې د خپلو ځواکونو پر سر دې پریکړه وکړي، خو ټینګار یې وکړم چې حکومت هم مشروع حق لري چې “د نورو د مهال ویش له مخې معامله ونکړي.”

د ولسمشر لومړي مرستیال په دې ناسته کې که څه هم له چا نوم وانخیست، خو یو شمیر یې د سیاسي لوري په بدلولو تورن کړل.