د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نهم پړاوو نن څلور نۍ د اومې ورځې لپاره هم دوام درلود.
هغه خبرې اترې چې په کې له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان له خاورې نړې ته ګواښ نه پیښیدل او طالبانو د بندیانو پر خوشی کیدو بحث شوی دی.
طالبانو ته یوه نږدی سرچینه د طالبانو د ۵ زره بندیانو د نوملړ له چمتو کولو خبر ورکوي چې تمه ده زلمي خلیل زاد ته وسپارل شي.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین له امریکایانو سره د هوکړې وروستې کیدو ته له نږدی والي خبر ورکړی دی.
له دې سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایې،امریکا په افغانستان کې د تلپاتي حضور په لټه نه ده.
ښاغلي پمپیو وویل:نه پوهیږم چې د سولې او جوړجاړی په برخه کې به زمونږ هڅې څنګه پایته ورسیږي.ولسمشر ټرامپ ژمن دی ترڅو په سمه لار لاړ شو.ده هم غواړو ډاډه شو چې نور ترهګر له دې خاورې پر امریکا برید نه کوي،باوری یو چې دواړو په ښه توګه کولای شو پایته ورسوو.
خو د ولسمشر ویاند وایې،حکومت له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو د نهم پړاوو د جزیاتو په تمه ده او له طالبانو سره په خبرو اترو کې د وجمهوری نظام په پیاوړتی دریځ څخه به دفاع وکړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایې:تمه ده تر دو راتلونکو ورځو ښاغلی خلیل زاد تر یوې یا دو ورځو کابل ته سفر وکړی او لازم معلومات له ولمشر غني سره شریک کړی د افغاستان جمهوری دولت د جمهوری له نظام څخه په کلکه دفاع کوی.
ښاغلی صدیقی وایې چې حکومت هیڅ کله هم د طالبانو د ډلې غوښتنو ته چې د هغه په آند یوه کوچنۍ ډله ده هیڅ کله هم نه تسلیمیږی.
خو طالبانو ته یوه نږدی سرچینه وایې،د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته،د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیلیږي او په کې پر اوربند،او د راتلونکي سیاسی نظام پر څرنګوالي او اساسی قانون خبرې کیږي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي