1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا د دفاع وزیر: د افغانستان د پوځیانو لومړنۍ دنده د طالبانو د پرمختګونو د چټکتیا له کمیدو ډاډ دی

لوید-آستین-وزیر-دفاع-آمریکا-1536x1023
25 Jul 2021

د امریکا د دفاع وزیر وایي چې د افغانستان پوځ، په کلیدي او نفوس لرونکو مرکزونو کې د خپل دریځ د ټینګولو په حال کې دي.

لویډ آسټین، تیره ورځ (پیلنۍ، زمري دویمه)، خبریالانو ته وویل چې د افغانستان پوځ، په مهمو مرکزونو کې د خپل دریځ د ټینګولو په حال کې دی.

هغه وویل: “د افغانستان حکومت مشرتابه د کلیدي او نفوس لرونکو مرکزونو شاوخوا د خپلو ځواکونو د تحکیم په حال کې دی. لومړی هغه کار چې دا ځواکونه کولای شي وکړي، د طالبانو خوځښت دې ټکنی کړي او وروسته ځان په داسې وضعیت کې راولي چې د طالبانو لاسته لویدلې سیمې بیا ونیسي. د افغانستان مشرتابه په دې برخه کې ژمن دی.”

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه، د پرمختګ وړتیا لری.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر رسمي پیل سره، په هیواد کې د جګړې لمن خوره شوې او طالبانو لسګونه ولسوالۍ نیولې دي.

په همدې حال کې، یو شمیر قانون جوړوونکي په دې باور دي چې حکومت د دولت د وسله والو مخالفینو د بریدونو د مخنیوي لپاره سمه مدیریتي وړتیا نلري.

د ولسي جرګې غړي، واقف حکیمي په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل: “ډيرو ولسوالیو کې چې طالبانو په کې ولکه کړې ده، د طالبانو د زور او جګړې له کبله نه وه، بلکې د ناسم مدیریت او د امنیتي او دفاعي بنسټونو نارڼې پریکړې له کبله ده.”

سیاسي شنونکی، جاوید جاوید هم وایي چې حکومت په سیاسي او نظامي مدیریت کې نیمګړتیاوې لري.

د هغه په وینا، که سیاسي-پوځي مدیریت ته پاملرنه وشي، حکومت کولای شي د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي او له طالبانو نوې سیمې ترلاسه کړي.

په دې منځ کې یو شمیر سیاسي شنونکي باور لري چې حکومت د لاسه تللیو سیمو د بیرته نیولو توان نلري او امنیتي سرتیري باید د دولت تر ادارې لاندې سیمې او په ځانګړي توګه لوی ښارونه وساتي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت د لاسه تللیو سیمو د بیا نیولو لپاره د پوځي عملیاتو او هوایي بریدونو د دوام خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، روح الله احمدزی وایي چې په هیواد کې د جګړې د حالت د بدلون لپاره هڅې روانې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت په لویو ښارونو د طالبانو د نفوذ د مخنیوي لپاره، د لسو بجو وروسته د سحار تر څلورو بجو د کابل، پنجشیر او ننګرهار پرته د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې مهال ګرځبندیز لګولی دی.