1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا د دفاع وزیر: د امریکایې ځواکونو وتل له طالبانو سره هوکړې پوری تړاوو نه لري

Esper
03 Dec 2019

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو راکمیدو په اړه هر ډول پریکړه له طالب ترهګرو سره هوکړې پوری تړاوو نه لري.

ښاغلی اسپر ټينګار کوی چې اټکل کیږي چې د سولې هڅو ته له پاملرنې پرته امریکایې سرتیري راکم شي.

اسپر د دوه نۍ په ورځ له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د ټرامپ اداره اوس مهال له امریکایې چارواکو او ناټو ملګرو سره په اټکلیزه توګه د خپلو سرتیرو پر وتلو بحث کوي.

“د ډاډ احساس کوم چې وکولای شو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر راکم کړو او ډاډه شو چې دا ځای یو ځل بیا د ترهګریزو ډلو په امنو ځالو نه اوړی چې له دې ځایه څخه په امریکا کې په ترهګریزو کړنو لاس ووهی.زمونږ ملګري هم ملګرو هیوادونو هم د سرتیرو راکمیدو سره هوکړه کړې ده. ”

د اسپر څرګندونې  په داسي حال کې ترسره کیږي چې دامریکا ولسمشر دونالدټرامپ د تیرې اونۍ پنځه نۍ په ورځ په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی،او په دې هیواد کې د امریکایې سرتیرو په راکمیدو او له طالبانو سره د اوربند له هوکړې خبر ورکړ.

 په افغانستان کې اوس مهال د ناټو او امریکا ۱۳ زره  سرتیري حضور لري.امریکایې چارواکو ویلي دي چې د دې هیواد د سرتیرو شمیر به ۸۶۰۰ تنو ته راکم شي.

په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت څخه تر اوسه ۲۴۰۰ امریکایې سرتیرو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او په زر هاوو نور ټپیان شول.

آزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي