مارک سپر وایي چې د طالبانو د بریدونو د نه دریدو په صورت کې، بهرني پوځیان به د دې ډلې پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړي او له افغانستان سره د ژمنې پر بنسټ، واشنګټن همداشان د افغانستان له سرتیرو ملاتړ ته دوام ورکوي.
افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره له طالبانو سره د امریکا د هوکړې د لاسلیک پنځه ورځې وروسته، ظاهراْ د دې سند د عملي کیدو پر سر ستونزې لا هم پرځای دي. د دې هوکړه لیک د لاسلیک وروسته د طالبانو د پوځي عملیاتو ډیریدو په لړ کې، بهرنیو ځواکونو د طالبانو پر ځالو هوایي بریدونه پیل کړي.
د امریکا د دفاع وزیر، مایک سپر، د امریکا د سنا د تسلیحاتي چوپړتیاوو د کمیټې په ناسته کې وویل چې د دې هوکړې پر بنسټ، دوی له افغانانو دفاع او ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبانو د سولې د هوکړې وروسته، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عمل ندی کړی.
سپر زیاته کړه: د دې هوکړه لیک پر بنسټ، مونږ د افغان سرتیرو د دفاع اجازه لرو. ما د افغانستان ولس ته ژمنه سپارلې چې له افغانانو دفاع او ملاتړ ته دوام ورکوو. طالبانو پر امریکایي ځواکونو او ایتلاف د بریدونو د درولو په ژمنې عمل کړی، خو هغو د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې عمل ندی کړی.
له بلې خوا د امریکا د پوځ لوی درستیز، مارک میلي، په دې ناسته کې د طالبانو د بیلابیلو بریدونو د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.
دې لوړپوړي امریکايي چارواکي پر دوام ویلي: په تیرو ۲۴ څخه تر ۴۸ ګړیو، بیلابیل بریدونه شوي چې په شا تمبول شوي. دا بریدونه کوچني او یوازې پر اډو وو. مونږ له خپلو افغان متحدینو هوایي ملاتړ وکړ. هغه څه چې په دې هوکړه لیک کې مهم دي، دا دي چې بریدونه په ټیټه کچه وو او یواځې په اډو ترسره شوي.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر پیل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي.
له دې سره، د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ځواکونو د کمولو بهیر به هغه مهال عملي شي چې طالبان د هوکړه لیک شرایط عملي کړي.
هغه ټینګار وکړ: “یوازې هغه مهال به خپل حضور لږ کړو چې طالبان د هوکړه لیک پر وړاندې ژمن و اوسي او ورته درناوی وکړي. نو د سرتیرو کموالی د شرایطو پر بنسټ دی او هغه مهال به وشي چې شرایط یې برابر وي. د خپلو ځواکونو د تدریجي کمولو لپاره برنامې لرو. مونږ کمولو ته چمتو یوو، هغه مهال چې طالبان په هوکړه لیک کې په خپلو ژمنو عمل وکړي. مهمه ده چې د وتلو لپاره بیړه ونلرو، ځکه دا چاره د دې هوکړه لیک پلي کول کموي. “
خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د نښتو له ډیریدو اندیښنه ښودلې او دا یې د سولې د هوکړه لیک لپاره ګواښ بللی دی.
خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه په دې اړه لیکلي دي: “د تاوتریخوالي ډیروالی د سولې د هوکړه لیک لپاره ګواښ دی او باید ژر راټیټ شي. د تاوتریخوالي د کمیدو پر سر د خبرو ترڅنګ، مونږ د بندیانو د تبادلې اړوند هم خبرې وکړې.“
له دې ټولو سره؛ د تاوتریخوالي کموالی، د بهرنیو ځواکونو وتل، د سولې د هوکړې لس ورځې وروسته د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، د طالبانو او د حکومت د بندیانو خوشې کیدل او د ملګرو ملتونو سازمان له تورنوملړ څخه د طالب مشرانو د نومونو بهر کیدل، د سولې د هوکړه لیک مهم ټکی دي چې د لاسلیک د پنځو وروسته، د عملي کیدو لپاره یې هیڅ کار ندی شوی.
فردوس پیرزاد – آرزو نیوز
ژباړه- شمس الرحمن سباوون خپلواک