1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا د مرکزي قومندانې له قومندان سره د ولسمشر غني لیدنه

107731136_3089247654484789_2710526731651995640_n
15 Jul 2020

ولسمشر غني په ارګ کې د امریکا د مرکزي قوماندې له قوماندان سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړه خواو د سولې بهیر، امنیتي حالت، د ملاتړي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او د امنیتي ګدون لا ډیر پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

جنرال مک کینزي زیاته کړه چې امریکا به تر هغې د افغانستان خلکو ترڅنګ ودریږي چې ډاډ ترلاسه کړي دا هیواد به نور د ترهګریزو لپاره خوندي ځای نه وي.

په همدې حال کې ولسمشر غني ویلي دي چې سوله د خلکو اساسي غوښتنه او د حکومت لومړیتوب دی خو طالبان باید له جګړې لاس په سر شي.

له بلې خوا ناټو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کچه د منلو وړ نه ده او د سولې پروسه به زیانمنه کړي.

په دې اعلانپاڼه کې همداشان راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د مشورې ورکولو پروسه به دوام ولري او د دې سازمان نظامي شتون به د حالاتو مساعده کیدو په صورت کې او د سولې بهیر د ملاتړ لپاره تنظیم شي.