ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د امریکا د ملي امنیت له سلاکار رابرت اوبراین سره د جمعې په ماښام (چنګاښ ۲۸/جولاۍ ۱۷) له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټلیفوني اړیکه کې ښاغلي براین وویل چې امریکا د یو واحده، خپلواک او متحده افغانستان څخه ملاتړ کوي.
د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې تلیفوني خبرو په جریان کې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د ژر پیل کیدو پر اړتیا هم ټینګار وشو.
خبر پاڼه زیاتوي چې په هیواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره باید د طالبانو له خوا تاوتریخوالی راکم کړي.