د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي او د کانګرس یو شمېر غړي چې پرون په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي، له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د مدني ټولنو له استازو سره کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني تیره ورځ د (اکټوبر په ۲۰مه ۲۰۱۹ ) د نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا د کانګرس له پلاوي سره لیدنه وکړه.
دا لیدنه چې په ارګ کې ترسره شوه، ولسمشرغني په افغانستان کې په تیرو ۱۸ کالونو کې د امریکا له مالي او سیاسی همکاریو څخه مننه او ستاینه کړې ده.
په دې لیدنه کې همدا شان د افغانستان پر ټاکنو،د افغانو په مشرۍ د سولې پر بهیر او د اساسي قانون پر ساتلو بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي غني په دې لیدنه کې همدا شان ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا حضور د کابل واشنګټن ترمنځ تړون پر بنسټ ده او په افغانستان کې د امریکايې ځواکونو د حضور څرنګوالي په اړه هره پریکړه چې کیږي په راتلونکې کې به ددواړو هیوادونو ترمنځ بحث وشي.
په دې لیدنه کې لومړۍ میرمن هم د ښځو پر ونډې ټینګار کړی.
په اعلامیه کې د مېرمن پلوسي له خولې ویل شوي: “په افغانستان کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دغه هیواد کې د هغو تروریستانو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان دوباره د تروریستانو پر ځاله بدل شي.”
له بلې خوا میرمن پلوسي د لاسته راوړنو او ملي ګټو ساتنه او په افغانستان کې د ښځو د حقونو ټینګښت د امریکا د کانګرس له لومړیتوبونو څخه ویلي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي