1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امنیتي ګواښونو له کبله کابل ته د پاکستان د پارلمان د مشر د سفر لغوه کیدل

pakistan-to-continue-support-peaceful-political-solution-in-afghanistan-asad-qaiser-1617300883-7617
08 Apr 2021

تمه کیده د پاکستان د پارلمان د مشر، اسد قیصر لیږدوونکې الوتکه نن (پنځنۍ، وري نولسمه)، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې ناسته وکړي، خو دا سفر د امنیتي ګواښونو له کبله لغوه شو.

 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمدصادق خان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان د پارلمان د پلاوي لیږدوونکې الوتکه د ناستې په حال کې وه چې د حامد کرزي ډګر د ساتنې برج د ډګر د تړل کیدو خبر ورکړ او دا الوتکه بیا اسلام آباد ته ستنه شوه.

د افغانستان ولسي جرګې هم ویلي چې د امنیتي ستونزو له کبله، د پاکستان د پارلمان د مشر الوتکې ته د ناستې اجازه ورنکړل شوه.

د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر، عبدالقادر ځاځي رسنیو ته وویل: ناټو د امنیتي ستونزو له کبله، د پاکستان د پارلمان د مشر لیږدوونکې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنکړه.

له بلې خوا، د حامد کرزي د هوایي ډګر پازوال وایي چې د کابل د هوایي ډګر د ساتنې څلي د ناټو ځواکونو په واک کې دي او دې ځواکونو په ډګر کې د چاودیدونکو توکو د کشف له کبله ټولو الوتکو ته د ناستې اجازه ورنکړه.

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر سرحدي قومندان، محمد ریاض آرین خبریالانو ته وویل: بهرنیان د ډګر د امنیت په برخه کې ډیر حساس دي او ټولو الوتکو ته یې د ناستې اجازه ورنکړه چې تصادفاْ نن مونږ ځانګړی میلمه هم درلود. خو له هر څه مونږ ته د امنیت مسئله مهمه ده.

له دې سره په کابل کې د پاکستان سفیر منصور خان ویلي چې اټکل کیږي دا سفر په راتلونکو ورځو کې بیا تنظیم شي.

هغه وویل: ښاغلیو اسد قیصر او میررحمان رحماني سره خبرې کړي او ښاغلي قیصر ډاډ ورکړی چې وضعیت درک کوي او ډیر ژر به کابل ته سفر وکړي. له همدې کبله مونږ به خپلو افغان کوربنو په همکارۍ په ژر شوني مهال کې دی سفر ته برنامه ریزي وکړو.

د پاکستان د پارلمان پلاوی د افغانستان د ولسي جرګې په بلنه، تمه وه د درې ورځیني سفر په ترڅ کې نن کابل ته راشي او له حکومتي چارواکو سره د سولې د هڅو،  د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټ او سوداګرۍ د ستونزو د هواري او په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په برخو کې خبرې وکړي.