د بښنې نړیوال سازمان د دې دریو ښځينه خبریالو وژنه غندلې او ویلي یې دي چې دا وحشت ناکه بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي.
دا سازمان زیاتوي دولت باید د دې وژنو په اړه څيړنې وکړي او د هغه عاملینو ته سزا ورکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم د دې برید په غبرګون کې ویلي دي چې طالبان د داشان بریدونو په ترسره کولو سره نشي کولای د جمهوریت غږ غلی کړي ، خو طالبانو په دې پیښه کې لاس لرل رد کړي دي.
د انعکاس ټلویزیون درې ښځينه کارکوونکې تیره ورځ مازدیګر(د کب۱۲) د جلال آباد ښار لومړی او څلورمې ناحیو کې په دوو وسله والو بریدونو کې ووژل شوې. په دې پیښه کې دوه نورې میرمنې هم چې په دې سیمه کې وې ټپيانې شوې دي.
د ننګرهار د پولیسو مشر وایي چې د دې پیښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
نږدې درې میاشتې مخکې هم د دې ټلویزیون یوه بله کارکوونکې ملاله میوند هم په جلال آباد ښار کې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شوه.