طالبانو ته یوه نږدی سرچینه وایې د دوحې خبرې اترې د تاوتریخوالی راکمیدو لپاره دریدلې او د بګرام هوایې ډګر له برید سره هیڅ راز تړاوو نه لري.
د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو لسم پړاوو،له نږدی یوې اونۍ وروسته د تیرې اونۍ پنځه نۍ په ورځ ودرید.
د افغانستان دسولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي دي چې د خبرو اترو دا پړاوو په بګرام هوایې ډګر د طالبانو د ډلې د برید له کبله دریدلې دی،خو د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال په دې اړه آرزو ته وایې چې دا خبرې اترې د دې لپاره دریدلې دي چې طالبانو د اوربند او افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل لپاره د خپلې ډلې د غړو ترمنځ بحثونه پیل کړې دی.
له بلې خوا د طالبانو د ډلې مخکینی غړی مولوی قلم الدین ویلي دي چې تیره ورځ د خبرو اترو دواړو لوریو د تاوتریخوالي په راکمیدو هوکړه کړې او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پر پیل یې هم خبرې کړې دي.
هغه وویل په داسي حال کې چې امریکایي چارواکي او طالبان د افغانانو ترمنځ رسمي خبرو اترو پر پیل هوکړې ته ونه رسیدل،خو دواړو لوریو په افغانستان کې تاوتریخوالي راکمیدو پر سره اساسي هوکړو ته لاس رسی موندلی دی.
مولوي قلم الدین ویلي دي:د خبرو اترو دواړو لوریو پرون هوکړه وکړه چې امریکایان به نور شپني عملیات او د هوایې بریدونه نه کوي او طالبان به هم په سترو ښارونو کې ځانمرګي بریدونه نه ترسره کوي.
د دې پړاوو خبرو اترو په له دریدو وروسته زلمی خلیل زاد پاکستان ته تللی دی.
ښاغلي خلیل زاد د اوربند،تاوتریخوالي راکمیدو او افغانانو تر منځ خبرو اترو له پیل څخه د اسلام آباد له ملاتړ څخه ستاینه کړې ده.
طالبانو ته یوې نږدی سرچینې هم تایید کړې ده چې د پاکستان هیواد پر طالبانو اغیزناکه دی او خلیل زاد هم له همدې کبله د دې هیواد له چارواکو سره د سولې خبرو اترو په تړاوو لیدنه کړې ده.
سیاسي کارپوه احمد سعیدي هم په دې اړه وویل چې خلیل زاد په دې سفر کې پر پاکستانیانو آخرنی فشار راوړي ترڅو دا ډله د افغانستان له دولت سره خبرو اترو ته چمتو کړي.
یو شمیر سرچینو نن (پیلنۍ)کابل ته هم د زلمي خلیل زاد له سفره خبر ورکړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ کابل ته د زلمي خلیل زاد سفر تایید کړی دی.
له بلې خوا،د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایې چې د افغانستان دولت تمه لري ترڅو د خبرو اترو په دې پړاوو کې د تاوتریخوالي په راکمیدو او دواړو لوریو ترمنځ اوربند پر ټینګښت هوکړه وشي.
د دوحې خبرې اترې له درېو میاشتو ځنډ وورسته بیا پیل شوې.
په نهم پړاوو خبرو اترو کې دواړو لوریو د هوکړه لیک لاسلیک لپاره چمتو والی نیولی وو چې د امریکا ولسمشر په ظاهره توګه په کابل کې د طالبانو د ځانمرګي برید په غبرګون کې چې د یوه امریکایې سرتیري په ګډون څو نور ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ دا خبرې اترې ودریدې.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي