1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د اورکم او سولې د بهیر په تړاو له غني او عبدالله سره د خلیل زاد لیدنه

99062546_2943166615759561_3503763723699355648_o
21 May 2020

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سولې په راتلونکو ګامونو او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل وړاندې د اوربند ټینګښت پر سر ټینګار شوی دی.

له بلې خوا ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې په دې لیدنه کې د بندیانو خوشې کیدو او افغانانو تر منځ خبرو اترو پیل په ګډون د آمریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې کړو ژمنو پر عملي کیدو هوکړه شوې ده.

په همدې حال کې طالبان وایي چې، د افغانستان د ستونزې حل د تړون په بشپړ پلي کیدو کې دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر کې لیکلي چې ملابرادر له زلمي خلیل زاد سره څو ځله ناستې درلودې او په دې ناستو کې سولې د بهیر په چټکیدو هم خبرې اترې شوي دي.

ملا برادر وویل د بندیانو خوشې کیدل به د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

تیره ورځ د طالبانو مشر هم په خپله اختریز پیغام کې له امریکا غوښتي چې د دوحې د هوکړه لیک د ماتې مخه ونیسي.

ژباړه-نجلا مایار