1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

زلمي خلیل زاد د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په تړاو خبرې اترې وکړې

01
03 May 2021

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دواړو لوریو هوکړه کړې ټولې غاړې باید د افغانستان څلویښت کلنې جګړې پایته رسیدو لپاره ژر تر ژره د سیاسي حل لارې له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي.

له بلې خوا مارشال عبدالرشید دوستم په تاشکینت کې له زلمي خلیل زاد سره په لیدنه کې، د سولې د بهیر بریا لپاره اوربند مهم بللی او د جګړې له ښکیلو غاړو یې غوښتي چې سوله یوه سپیڅلې سکاله وبولي او د بریا لپاره یې هڅه وکړي.