د ولسشمرۍ مانۍ اعلان وکړ چې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د درې نۍ په ورځ (د کب۵) له ولسمشرغني سره په ارګ کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان راکړو ورکړو،سیمه ییزو همکاریو او سولې د بهیر پر سر خبرې کړې دي.
له بلې خوا عبدالعزیز کاملوف د سیمه ییز اتصال او کړکیچونو او فرصتونو په ناسته کې ګډون په موخه د خپل هیواد د ولسمشر بلنلیک ولسمشر غني ته وسپاره.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په دې ناسته کې به هند او پاکستان مشران او همدا راز د آمریکا،روسیې او اورپایي ټولنې استازي هم ګډون وکړي.
په دې اعلانپاڼه کې همداشان راغلي چې دواړو لوریو په تیرو دوه کلونو کې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ لاسلیک شوي اقتصادي او کلتوري تړونونو پلي کولو څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړې