د برښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي وایي چې دا شرکت د بدیلې بریښنا د موندلو لپاره له اوزبیکستان سره په خبرو دی او د خبرو په پایله کې، تراوسه د اوزبیکستان ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د هیواد د بریښنا له ملي شبکې سره نښلول شوې.
دا په داسې حال کې ده چې نن (دوه نۍ، زمري شپږمه)، د اوبو د کمښت له کبله افغانستان ته بریښنا صادرات له ۳۵۰ میګاواټو څخه، ۴۰ میګاواټو ته ټیټه کړې.
د برښنا شرکت همداراز د پلازمینې له اوسیدونکو وغوښتل چې د بریښنا په لګښت کې سپما وکړي چې د بریشنا د کمښت مخنیوی وشي.
افغانستان ته د تاجیکستان د بریښنا د صادراتو کمښت سره، اوس مهال د پلازمینې ډیره برخه بریښنا نلري.
یو شمیر هیوادوال په هیواد کې د بریښنا د ډیرو بندونو د جوړولو لپاره د حکومت په کمکارۍ نیوکې سره، د حکومت مشران په درواغو ژمنو ورکولو تورنوي.
له بلې خوا، یو شمیر اقتصادي شنونکي، په افغانستان کې د بریښنا د نشتون د بنسټیز هواري غوښتنه لري.
اقتصادي شنونکی، قیس محمدي آرزو ته وایي چې حکومت باید ژر تر ژره په افغانستان کې د بریښنا د کمښت ستونزه، په اساسي بڼه هواره کړي. هغه همداراز هیښتیا ورکړه، که دا ستونزه په بنسټیزه توګه هواره نشي، به هیواد کې به د پانګونې د بهیر پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته شي.
د برښنا شرکت مسوولینو په وینا، اوس مهال په پلازمینه کې د بریښنا رسولو لپاره، ۳۰۰ میګاواټه بریښنا شتون لري چې ۱۰۰ میګاواټه یې له کورنیو سرچینو ترلاسه کیږي.