د کارګرانو ملي ټولنه وایي چې د کرونا ویروس له خپریدو او په تیرو درییو میاشتو کې بندیزونو، په افغانستان کې له دوو میلیونو ډیر وګړي اوزګاره کړي دي.
په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو، د کار و بار کچه راټیټه کړې ده.
د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشر، معروف قادري آرزو نیوز ته وایي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خبریدو او د حکومت له لورې د بندیزونو لګیدو، له دوو میلیونو ډیر وګړي اوزګاره کړي دي.
هغه د اوسني حالت له پایلو اندیښنه وښوده او حکومت یې د حالت د مدیریت په برخه کې په کمزورتیا تورن کړ.
ظفر فرهان، یو له هغو لسګونو ځوانانو څخه دې چې د تحصیلي سند لرلو سره سره، په یو نادولتي بنسټ کې د عامه اړیکو په برخه کې کاري تجربه هم لري، خو د کرونا ویروس د دې لامل شو چې دې خپله دنده له لاسه ورکړي.
هغه آرزو نیوز ته وویل چې له درییو میاشتو راپدیخوا په بشپړه توګه اوزګاره دی او د دې حالت دوام، د ده او سلګونو نورو ځوانانو لپاره ځوروونکی دی.
له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم دا مني چې په تیرو څو میاشتو کې، په هیواد کې د اوزګارتیا کچه لوړه شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی په تیرو میاشتو کې په هیواد کې د پانګونې د کچې د ټیټیدو او د اوزګارتیا د کچې د ۳۰ سلنه لوړیدو خبر ورکوي.
په همدې حال کې حکومت په هیواد کې د بازار د مدیریت په موخه د هڅو خبر ورکوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، عبدالفتاح عشرت په تیرو درییو میاشتو کې په افغانستان کې د فقر او اوزګارتیا د کچې لوړیدل، د وړاندوینې وړ ونه بلل. هغه وویل چې حکومت د دې حالت د مدیریت لپاره ګڼې برنامې تر لاس لاندې لري.