1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ډیریدل

n00180315-r-b-008-1536x1024
08 Oct 2020

د مالیې وزارت وایي ایران ته د افغانستان صادرات، په روان کال کې پنځلس سلنه ډیروالی لري.

 

د مالیې وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي ویلي دي چې ایران په روان کال کې، د اسلام قلعې او دو قارون ګمرکونو له لارې افغانستان ته د یو میلیارډ ډالرو ډیر صادرات کړي دي.

دې وزارت، ایران د افغانستان یو سوداګریز شریک بللی او ټينګار یې کړی چې په دې هیواد کې د افغانستان صادرات، سږکال پنځلس سلنه ډیر شوي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال د درییو ولایتونو، هرات، نیمروز او فراه له لارې له ایران سره سوداګري لري.

په همدې حال کې، یو شمیر اقتصادي شنونکي ټینګار لري چې که د هیواد امنیتي حالت ښه شي، د افغانستان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې به وده وکړي او اقتصادي حالت به هم ښه شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شبیر بشیري آرزو ټلویزیون ته وویل: که حکومت وکولای شي په بشپړه توګه امنیت ټینګ کړي او د سولې خبرې مثبته پایله ولري، د اقتصاد په برخه کې به د مثبت بدلون شاهدان و اوسو.

بل اقتصادي شنونکی، ایرج فقیري په دې اړه وایي: د دې لپاره چې د افغانستان اقتصاد وده وکړي، لومړی باید حکومت ثابته امنیتي بستر رامنځته کړي چې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د هڅونې او د سیمې له هیوادونو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د ډیریدو لامل وګرځي.

هغه زیاته کړه: که ثابته امنیتي بستر جوړ شي؛ افغانستان به ښې سوداګریزې اړیکې ولري او دا به د دې لامل شي چې واردات لږ او د هیواد صادرات ډیر شي.

ودانیز او خوراکي توکي، افغانستان ته د ایران د صادراتو لویه برخه جوړوي.