| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ایران د بریښنا وزارت: افغانستان د لمر وړانګو او باد وزیدو له کبله غني دی
15 Jun 2020
د ایران د بریښنا وزارت مرستیال ویلي چې د نړۍ تر ټولو بادلرونکې لویه حوزه، د ایران په لویدیځ کې موقعیت لري، چې ډیره برخه یې په افغانستان کې ده.
د ایران د بریښنا مرستیال وزیر، محمد ساتکین د یوې نۍ په ورځ (غبرګولي۲۵/جون۱۴)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د نړۍ تر ټولو بادلرونکې لویه حوزه، د ایران په لویدیځ کې موقعیت لري چې له ۴۰ سلنه لوړه وړتیا لري او ډيره برخه یې په افغانستان کې ده چې له پنځلس زره میګاواټه څخه، پنځه زره یې د ایران په خاوره کې ده.
هغه زیاته کړه: مونږ هڅه لرو چې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره، چې لازمه اړتیا او لاس ناخوړلي بازارونه لري، هوکړه لیکونه ولرو.

د ایران د بریښنا مرستیال وزیر، محمد ساتکین
دې ایراني چارواکي همداراز وویل: زما پاملرنه افغانستان ته ده. افغانستان له دې پلوه لاس نا خوړلې سیمه ده او هم د لمر وړاندګو او باد له کبله بډایه دی. مونږ کولای شو خپله پوهه او تخصص صادر کړو. کولای شو چوپړتیاوې ورکړو، وروسته بیا تجهیزت صادر کړو. تر ټولو غوره بازار، افغانستان دی.
د ایران د انرژۍ مرستیال همداراز ویلي چې د تجهیزاتو د استولو لپاره، باید نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي.
یو شمیر اقتصادي شنونکي هم په دې باور دي چې په افغانستان کې دننه د بریښنا د انرژۍ تولید، د اقتصادي بنسټونو د ودې په برخه کې لویه مرسته کولای شي.
اقتصادي شنونکی، شبیر بشیري په دې اړه وویل چې حکومت باید له لاسته راغلي فرصت څخه ګټنه وکړي او په هیواد کې دننه د بریښنا د تولید لپاره پانګونه وکړي.
د ګزارشونو پر بنسټ، د هیواد لویدیځې سیمې د کال په ۱۲۰ ورځو کې چټک باد لري او ترڅنګ یې افغانستان له ۳۰۰ ډيرې لمرینې ورځې په واک کې لري. آندونه دا دي چې د لمریزې او بادي بریښنا ګټنه کولای شي د هوا د ککړتیا د کمیدو په برخه کې اغیزمنه و اوسي او حکومت هم باید په دې برخه کې ډيره پانګونه وکړي.

د ایران د بریښنا مرستیال وزیر، محمد ساتکین