1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د ولسمشرغني لیدنه

78603076_2574145629328330_1367678772874051584_o
10 Dec 2019

 

ولسمشرغني د  استانبول پروسې – آسیا زړه ناستې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جوادظریف سره کتنه وکړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان ایران تر منځ اقتصادي همکاریو پراختیا اړوند خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل:” د افغانستان حکومت باید د راتلونکو خبرو اترو محور وې او تهران د سولې په بهیر کې د لاسته راوړنو د ساتنې او جګړو د پای غوښتونکی دی.”

ښاغلي ظریف زیاته کړه،مونږ د افغانستان د ټاکنو په تړاوو د دې هیواد د دولت له دریځ څخه چې د اساسي قانون پر اصولو ولاړ وې ملاتړ کوو.

له بلې خوا ولسمشرغني له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتونکی شو او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي