1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر:بهرني هیوادونه دې د افغانستان د سولې په بهیر کې لاس وهنه نه کوي

thumbs_b_c_f4b10a9ecedb65af80d3f4de1f6489e7
10 Dec 2019

له طالبانو سره د امریکا خبرو اترو له تودیدو سره هم مهاله،ایران د افغانستان د سولې په بهیر کې د بهرنیو په نه لاس وهنې ټینګار کوي.

د یران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له آنادولې خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان خلک باید په خپله د خپل هیواد راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.

جواد ظریف وویل:په افغانستان کې د لوبې پای د افغانانو ،طالبانو او د افغانستان  د حکومت په لاس کې ده.د افغانستان ټول ځواکونه باید یو ځای شي او د بهرنیو له لاس وهنې پرته،د خپلې راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.د سیمې هیوادونه باید د افغانستان د سولې په بهیر کې آسانتیا رامنځته کړي،هڅه ونه کړو سپارښتنه وکړو او یا هم زمونږ له سیمې بهر هیوادونه هم نباید سپارښتنه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا شان تهران ته د طالبانو وروستي سفر ته هم ګوتڅنډنه وکړه.

ښاغلي ظریف زیاته کړه:ایران ټول افغانان هڅوي ترڅو په خپلو کې د یوې سوله ییزې حل لارې موندلو لپاره کیني.مونږ له طالبانو سره په خبرو اترو کې هم په همدې سکالې تمرکز درلود،طالبانو ویلي دي چې له مونږ سره په دې برخه کې موافق دي.

د طالبانو د ډلې یو شمیر مخکیني غړي ټینګار کوي چې تر هغې چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه لیک لاسلیک نشي،دا ډله به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته حاضره نشي.

له دې ټولو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د استانبول ناستې په څنډه کې له ولسمشرغني سره ویلي دي چې د افغانستان حکومت باید د راتلونکو خبرو اترو مشري پر غاړه ولري او تهران د تیرو لاسته راوړنو د ساتنې او جګړو د پای غوښتونکی دی.