د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک لاسلیک د دې ډلې پر وړاندې د واشنګټن ذلت بللی دی.
ښاغلي ظریف په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې“ امریکایي یرغلګرو باید هیڅ کله پر افغانستان برید نه وای کړی، خو دوی دا کار ترسره کړ او نور د دې د ناوړه پایلو له کبله پړ بولي.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی دی چې امریکا به لاړه شي خو پراخې ویجاړۍ به شاته پریږدي.
ظریف زیاته کړه: له ۱۹ کالونو سپکاوي او ذلت وروسته امریکا خپله تسلیمي وړاندې کړې. امریکا په افغانستان، عراق، سوریه او یمن کې د ستونزو لامل ده.