1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشرغني سره خبرې وکړې

01
29 Apr 2020

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره په ټلفوني خبرو اترو کې په هیواد کې د اوربند او کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې په اړه بحث کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف له ولسمشر غني سره د سولې، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې، په ایران کې د افغان ګډوالو د ستونزو د هواري او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په موخه د ایران د مرستو په اړه تلیفوني خبرې کړي دي.

ښاغلي ظریف له ښاغلي غني سره په خبرو کې ویلي چې هیواد یې د اوربند د ټينګښت په موخه د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په هڅه دی.

له بلې خوا عبدالله عبدالله هم په خپله فیسبوک پاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره د تلیفوني اړیکې په اړه لیکلي او ویلي دي چې  دواړو لوریو د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې، د سیاسي کړکیچ، د دوه اړخیزو اړیکو او همداشان د تشخیصي بستو د تسلیمولو په اړه خبرې کړي دي.