حسن روحاني په تهران کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په لیدنه کې ویلي دي چې د افغانستان خلک کولای شي د بهرنیو هیوادونو له لاس وهنې پرته د خپل هیواد برخلیک په اړه پریکړه وکړي.
له ترهګرۍ سره مبارزې په موخه په افغانستان کې د امریکا پوځی حضور تل له نیوکو سره مخ شوی دی.
په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني،په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د دې هیواد د ستونزو اصلي لامل بللی دی.
حسن روحاني د پاکستان د پوځ له قوماندان جنرال قمرجاوید بجوا سره په لیدنه کې ویلي دي چې د افغانستان خلک کولای شي د بهرنیو له لاس وهنې پرته د خپل هیواد د برخلیک په اړه پریکړه وکړي.
د ایران ولسشر زیاته کړه: د افغانستان په اړه ټول پوهیږو هغه څه چې لار پرانیزي،د افغانستان د برخلیک په اړه د ټولو ډلو او قومونو ګډون کړی او دا د افغانستان خلک دي چې کولای شي په خپل هیواد کې د بهرنیو له لاس وهنې پرته پریکړه وکړي.له شک پرته د امریکا د اډو او پوځي حضور د افغانستان ستونزې لا زیاتې کړې دي.
خو د ناټو ستر منشي بیا په دې وروستیو کې ویلي دي چې په افغانستان کې د دې هیواد د ماموریت دوام،د دې لپاره دی ترڅو دا ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امنو پټن ځایونو نه اوړي.
د ناټو ستر منشي زیاته کړې ده: د افغانستان ماموریت چې تر دې مهاله زمونږ له سترو پوځي عملیاتو څخه دی له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز لري،ترڅو دا ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امنو ځالو وا نه وړي،ټول ملګري او شریکان د ناټو په نړیوال ایتلاف کې داعش ته په ماتې ورکونې ژمن دي.
له ترهګرۍ سره مبارزې په موخه د امریکا جګړه ۱۹ کالنه شوه.
په ظاهره توګه امریکا هم په افغانستان کې د جګړو له دوام څخه ستړی شوی دی ځکه ټرامپ تل ویلي دي چې نور نه غواړي په دې هیواد کې د پولیسو دنده ترسره کړي.
دا څرګندونې په داسي حال کې مطرح کیږي چې وړاندې له دې د سیمې یوشمیر هیوادونو هم له سیاسی لارې د افغانستان د نا امنیو کړکیچ پر حل ټینګار کړی دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي