1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د باختر سروزور ګنجینې له قاچاق څخه د جرګې اندیښنه؛ ارګ دا څرګندونې د خواشینۍ وړ وبللې

90756957_2593006857688619_4136584312466178048_o
27 Jan 2021

د ولسي جرګې مشر وایي، د افغانستان مرکزي بانک باوري ندی او د باختر سرو زرو ګنجینه دې په امانت ډول یو درییمګړي هیواد ته وسپارل شي.

 

د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه د پيسو د قاچاق اړوند د ګزارشونو خپریدو وروسته، د باختر ګنجینې د قاچاق اړوند د ولسي جرګې اندیښنې ډیرې شوې.

د ولسي جرګې مشر په نننۍ (څلورنۍ، سلواغې اتمه) ناسته کې وویل چې په دې تړاو د اندیښنو د هواري لباره، د باختر سروزرو ګنجینه باید یو باوري درییمګړي هیواد ته په امانت ډول واستول شي.

هغه زیاته کړه: “د باختر سروزرو ګنجینه او یا د افغانستان د پیسو پشتوانه، باید ژر تر ژره د نړۍ یوه معتبره هیواد ته د امانت په ډول واستول شي. ځکه د افغانستان مرکزي بانک بااعتباره ندی.”

د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم په دې ناسته کې وویل چې لرغونې شتمنۍ او په ځانګړې توګه د باختر سروزرو ګنجینه چې د افغانستان د پیسو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخ ده او باید وساتل شي.

د ولسي جرګې غړي، زلمي مجددي په دې تړاو وویل: “د حکومت پر کړنو د څار کمیسیون باید جوړ شي چې ډاډمن شو، آیا دا سره زره شته دي یا د افغانستان مرکزي بانک د عوایدو په څیر له هیواده بهر لیږدول شوي.”

د افغانستان مرکزي بانک په دې تړاو څه ونه ویل، خو ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو د ولسي جرګې د مشر څرګندونې د “خواشینۍ وړ” بللي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلانپاڼه کې ویلي: “د افغانستان حکومت نه یوازې دغه تاریخي ګنجینه په مسوولانه ډول ساتي، بلکې دغه ګنجینه د افغانستان د تاریخ او هویت د پېژندونکي په توګه څو ځله د نړۍ د مشهورو هیوادونو په پلازمېنو کې نندارې ته ایښودل شوې او له لارې یې د افغانستان دولت خزانې ته پام وړ عواید راغلي دي.”

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې: “د هیواد د دې ملي پانګې د لېږد او بل هیواد ته یې د سپارلو وړاندیز غیر مسوولانه او د هیواد د لوړو ګټو خلاف دی.”

د یادونې ده چې؛ دا ګنجینه د نړۍ په دیارلسو هیوادونو کې د دیارلسو کلونو نندارې وروسته چې ۳۱۴ میلیونه افغانۍ عواید یې لرلي، روان کال د کرونا ویروس د خپریدو او په نندارتونونو کې د اوږدمهاله ګرځیدو له کبله کابل ته راوړل شوه.

د باختر د سرو زرو ګنجینه چې ۲۳۱ لرغوني آثار په کې شته دي، په نړۍ کې د سرو زرو تر ټولو لویه ګنجینه بلل شوې چې ۴۲ کاله مخکې د جوزجان ولایت مرکز، شبرغان ښار شمال ته د طلاتیپې، فلول تیپې، آی خانم، بګرام او زرګرانو تیپې کې وموندل شوه.