د بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوه.
د جوند ولسوال عبدالکبیر منیب وايي چې طالبانو په خپلو یرغلیزو بریدونو سره دا ولسوالۍ ولکه کړې او ټول دولتي ودانیو ته یې اور ورته کړی دی.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی محمدفرید اخي زی د دې خبر په پخلي سره وايي، امنیتي ځواکونو له کومې نښتې پرته د جوند ولسوالۍ مرکز پرې ایښی او تمه ده قلعه نو مرکز ته ولیږدول شي.
د بادغیس جوند ولسوالۍ مرکز له درییو کالونو را په دې خوا د طالبانو تر اقتصادي کلابندۍ لاندې وه او له یوې میاشتې را په دې خوا پر دې ولسوالۍ د طالبانو یرغلیزو بریدونو زور اخیستی وو.