1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بادغیس ناکرارۍ؛ مدني فعالانو په هرات کې راټولیدنه وکړه

بادغیس-1-1536x864
17 Aug 2020

د بادغیس ولایت اوسیدونکو او یو شمیر مدني فعالانو چې په هرات کې میشت دي، د بادغیس د بد امنیتي حالت له کبله، اعتراض وکړ او د امنیت د ټینګښت غوښټتونکي دي.

 

اعتراض کوونکو نن (دوه نۍ، زمري ۲۷)، د هرات د ولایت مقام پر وړاندې راټولیدنه وکړه او ویې ویل چې د بادغیس د ډيریو ولسوالیو لارې تړلې دي او د دولت وسله وال مخالفین، هر کله د بریښنا او مخابراتي شبکو مزي شلوي.

د بادغیس مدني فعال، مجیب الرحمن احسان چې په هرات ولایت کې میشت دی، وایي چې د ولایت مرکز ته د ولسوالیو نښلوونکې لارې د دولت د وسله والو مخالفینو له لورې تړلې دي، وسله وال مسافرین ځوروي او حتې یو شمیر ملکي وګړي هم وژني.

هغه وویل د بادغیس خلک د امنیتي ستونزو له کبله، له خپلو کورونو هم بهر نشي تللی.

د بادغیس د بشري حقونو فعال، صابر احمدي هم چې په هرات کې میشت دی، وایي چې د شته وو ستونزو ترڅنګ، د بریښنا شلیدو او د مخابراتي شبکو نافعاله پاتې کیدو هم د دې ولایت اوسیدونکي اندیښمن کړي.

هغه زیاته کړه، بریښنا او مخابراتي شبکو ته لاسرسی د خلکو اساسي اړتیا ده، خو د بادغیس اوسیدونکي په دې وروستیو کې د دې امتیازونو له نشتون سره مخ دي.

اعتراض کوونکي همداراز له حکومت څخه په دې ولایت کې  هوایي او ځمکني ځواک د ډیریدو غوښتونکي دي او هیښتیا ورکوي که په دې برخه کې جدي باملرنه ونشي، د بادغیس امنیتي حالت به لا کړکیچن شي.

په همدې حال کې، د بادغیس امنیتي او سیمه ییزو مسوولین، په دې ولایت کې ناکرارۍ مني.

د بادغیس د پولیسو مشر، محمد محفوظ ولي زاده، د امنیت د لا ښه ټینګیدو او  په نږدې راتلونکي کې د قادس-قلعه نو په لاره کې د امنیتي اډې د جوړیدو خبر ورکوي.

له دې سره، اعتراض کوونکي هیښتیا ورکوي، که د دوی خبرو ته غوږ کښینښودل شي، د خپلو اعتراضونو لمن به لا وغځوي.