1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بادغیس په آبکمري ولسوالۍ کې ماین چاودنې د ۱۱ تنو ژوند واخیست

بادغیس-1536x1087
06 Jun 2021

د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې ماین چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بادغیس آبکمري  ولسوال خدا دادطیب وايي چې تیره ورځ ماښام د مسافرو یو فلانکوچ ډوله موټر د دې ولسوالۍ په چلانک سیمه کې د واټ تر غاړې ماین سره برابر شوی دی.

ښاغلی طیب زیاتوي چې په دې پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ژوند بایللی.

د دې پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.