د بهرنیو چارو وزارت لپاره د بایډن وړاندیځ شوي نوماند ویلي چې واشنګټن په افغانستان کې د بې پایه جګړې د پایته رسیدو غوښتونکی دی او د جوبایډن اداره، د دوحې هوکړه لیک ارزوي.
تر څو ګړیو د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره خپل کار پیلوي.
انتوني بلینکنس چې د ښاغلي بایډن له لورې بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیځ شوی، د دې هیواد په سنا کې یې په لومړنۍ ناسته کې، د افغانستان قضیه لانجمنه وبلله.
هغه ویلي چې غواړي له طالبانو سره لاسلیک شوی هوکړه لیک وارزوي.
بلینکن زیاته کړې: “د افغانستان په تړاو، په رښتیا په دې هیواد کې له رښتینو ستونزو سره مخامخ یوو. مونږ په دې هیواد کې د بې پایه جګړې د پایته رسیدو غوښتونکي یوو او غواړو چې خپل ځواکونه هیواد ته ستانه کړو.”
له طالبانو سره د امریکا هوکړه لیک د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک موخه په افغانستان کې د جګړې پایته رسیدل ویل شوي او امریکا په هغه کې ژمنه کړې چې د روان کال تر مې میاشتې له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه بهر کوي.
د بایډن ادارې د بهرنیو چارو وزیر همدراز ویلي: “د ترهګرۍ د بیا ظهور پر وړاندې د مبارزې لپاره، همداراز خپل یو شمیر ځواکونه په دې هیواد کې ساتو. باید په دقت سره وارزوو چې رښتیا په څه څیز خبرې شوي.”
د دوحې د هوکړه لیک څیړل په داسې حال کې مطرح کیږي چې ویل شوي د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک ځینې برخې پټې پاتي او دواړو لوریو یې له خلکو سره ندي شریکي کړي.
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت ته نوماند، لوید آستین، د خبرو له لارې د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره د خپل هیواد په هڅو ټینګار کړی دی.
هغه ویلي: “تمه لرو چې دا جګړه د خبرو له لارې هواره شي او د دې کار لپاره له هر راز هڅې ډډه نه کوو. غواړو چې هوکړه لیک د امریکا د ټاکلي ولسمشر لیدلوری په پام کې نیولو سره ترسره کړو.”
دې امریکايي چارواکي زیاته کړې: “غواړو افغانستان په راتلونکي کې امریکا ته ګواښ پيښ نکړي. په راتونکي کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره زمونږ ځیرنه به مرسته کوونکې وي.”
د افغانستان حکومت هیله من دی چې د کابل-واشنګټن اړیکې د امریکا د نوې ادارې رامنځته کیدو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډې اعلامیې او امنیتي تړون پر بنسټ ولاړې اوسي.
امریکا له طالبانو سره په لاسلیک کړي هوکړه لیک کې، د افغانستان دولت له لورې د طالبانو د ټولو بندیانو د خوشې کیدو ژمنه کړې. هغه څه چې د دولت او طالبانو پلاویو ترمنځ په خبرو کې هم د بحث وړ ګرځیدلې.
د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار، وحید عمر نن (څلورنۍ، سلواغې لومړۍ)، په یوې ناسته کې وویل چې حکومت د طالبانو پاتې بندیان نه خوشې کوي.
ښاغلي عمر ویلي: “مونږ په هیڅ صورت د لا ډیرو طالب بندیانو د خوشې کیدو پلوي نه یوو، تر دې چې طالبان داسې ګامونه اوچت کړي چې د افغانستان خلک یې رښتینی نیت ومني چې طالبان سولې ته چمتو دي.”
په دوحه کې د خبرو د دویم پړاو پیل سره سره، په دې د کوم پرمختګ څرک نه دی لیدل شوی. په دې وروستیو کې د دولت د مرکچي پلاوي یو غړي، د نورو مواردو وړاندې د افغانستان د جګړې پر مشروعیت د بحث لپاره د نوې پریکړې خبر ورکړی دی.