| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د بدخشان د درواز له اوسیدونکو سره د تاجیکستان د ولسمشر خبرې
20 Aug 2020
امام علي رحمان د افغانستان د درواز اوسیدونکو ته په پرمختیایي برخو کې د مرستو ژمنه ورکړې ده.
د بدخشان د درواز ولسوالۍ اوسیدونکو، تیره ورځ (څلورنۍ، زمري۲۹)، د افغانستان له خاورې د آمو سیند له برخو، د سیند هغې غاړې ته د تاجیکستان له ولسمشر سره خبرې کړي.
په دې خبرو کې، د بدخشان د دروازو اوسیدونکو، د اوبو، بریښنا او مخابراتي شبکو د نښلیدو غوښتنه کړې ده.

د تاجیکستان ولسمشر، امام علي رحمان د لوړغږ (لاوډسپیکر) له لارې، د افغانستان د درواز اوسیدونکو ته، په راتلونکي کې د بنسټیزو همکاریو ژمنه ورکړې ده.
هغه همداراز هیله ښودلې چې ډیر ژر په افغانستان کې سوله ټینګه شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې، علمي او فرهنګي اړیکې لا پراخې شي.
دروازها د فیض آباد په شمال کې؛ د بدخشان له لرې پرتو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي چې پنځه ولسوالۍ دي، در ېولسوالۍ یې له تاجیکستان او دوه ولسوالۍ یې له چین سره ګډه پوله لري.
خو په افغانستان کې، د تاجیکستان له ولسمشر سره د دروازها د اوسیدونکو خبرو اړوند بیلابیل لیدلوري شتون لري.
د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکو د تاجیکستان د ولسمشر د دې کار هرکلی کړی او له حکومت څخه یې غوښتي چې د ننداریزو برنامو د ترسره کولو پرځای، لاس په کار شي او په هیواد کې د بنسټونو د ودې لپاره کار وکړي.
خو یو شمیر نورو بیا د درواز له اوسیدونکو سره د تاجیکستان د ولسمشر خبرې یوه استخباراتي هڅه بللې او ټینګار یې کړی چې دا خبرې باید له ډیپلوماټیکو لارو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ شوی وای.
د افغانستان حکومت تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
