1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بدخشان د شورابک بند د چارو بشپړیدل، ۱۵ زره کورنۍ به له بریښنا برخمنې شي

shorabak
06 Apr 2021

د انرژۍ د چوپړتیاو د تنظیم اداره په بدخشان ولایت کې د شوراک بند د چارو له بشپړیدو خبر ورکوي.

د دې ادارې د پازوال په وینا، د دې بند د جوړیدو چارې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ۴۵ میلیونه یورو په ارزښت د آلمان هیواد په مالي ملاتړ پیل شوې او په پرانیستلو سره به یې ۱۵ زره کورنۍ د بریښنا له انرژۍ ګټه واخلي.

د انرژۍ د چوپړتیاو د تنظیم ادارې ویاند احمدسیر نیکزاد ټینګار کوي چې د شورابک بند د ۴۵ میلیونه یورو په ارزښت د آلمان په مالي مرستې جوړ شوی او د ۷،۶۸ میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا لري.

په همدې حال کې د بدخشان اوسیدونکي د دې بند له جوړیدو خوښي کوي او له حکومت څخه غواړي ترڅو په دې ولایت کې نورې پروژې هم پلې کړي.

د بدخشان ولایت د شورابک بند د فیض آباد ښار په ۷ کیلومټرۍ کې دی او د کوکچه سیند پر سر جوړ شوی چې د انرژۍ د چوپړتیاو د تنظیم ادارې له مهمو پروژو شمیرل کیږي.

د دې ادارې په آند د دې بند په پرانیستلو سره به، بدخشان له اقتصادي اړخه د پام وړ وده ولري.