1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بدخشان وردوج ولسوالۍ له پنځو کالونو وروسته د دولت تر کنټرول لاندې راغله

20171015144248405
07 Sep 2019

د ملی دفاع وزارت په خپرپاڼه کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو په وردوج ولسوالۍ کې د پراخو عملیاتو په لاره اچولو سره،و توانیدل له پنځو کالونو وروسته نن (پیلنۍ د وږی یا سنبلې ۱۶ مه/د سپټمبر ۷ مه) دا ولسوالۍ د طالبانو له منګلو آزاد کړي.

د ملی دفاع وزارت د اعلامیې پر بنسټ،په دې عملیاتو کې نږدی سل کورنۍ او بهرنی طالبان د بدخشان لپاره د طالبانو تش په نوم والی قاری فصیح الدین د طالبانو پوځي مسوول قاری حافظ او د دې ډلې په لس هاوو نور کلیدی قوماندانان مړه او ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي