1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بدخشان ۷ ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې دي

badakhshan-taliban
03 Jul 2021

د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی د طالبانو لاسته د دې ولایت د ۷ ولسوالیو له لویدو خبر ورکوي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړی ذاکر آرین وايي چې له پرون ماښام څخه تر نن سهاره د دې ولایت کشم، یفتل، درایم، یمگان، ارگو، وردوج او تشکان ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلي او امنیتي ځواکونو ترې شاتګ کړی دی.

ښاغلی آرین له مرکزي حکومت څخه غواړي چې بدخشان ته جدي پاملرنه وکړي.

خو د بدخشان سیمه ییز پازوال بیا تر اوسه د دې ولسوالیو د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.